ننوتل ثبتول

Login to your account

Username *
Password *
Remember Me

Create an account

Fields marked with an asterisk (*) are required.
Name *
Username *
Password *
Verify password *
Email *
Verify email *

د ستوماتولوژۍ پوهنځی

د نعمان سادات د لوړو زدکړو موسسې د ستوماتولوژۍ پوهنځی په ۱۳۹۴ کې د یادې موسسې فعالیت له پیل څخه په کار پیل کړی دی او هر کال د کانکور د آزموینې په ترڅ کې خپلو پسرلني او خزاني سمسترونو ته نوي محصلین جذبوي.

د ستوماتولوژۍ پوهنځید علمي او مسلکي کدرونو د روزنې په موخه د لاندې موخو د ترلاسه کولو لپاره رامنځته شوی دی:

الف: د طبي علومو او ستوماتولوژۍ څانګېد علمي او مسلکي اساساتو په تدریس کې فعاله ونډه اخیستل، د علمي او عملي تخنیکونو زدکره،  د روزنیزو موادو تورید او په کلینیکونو کې د هغو علمي او عملي پلي کول.

ب: محصلینو ته د غاښونو په کلینیک کې د اړتیا وړ اساسي موادو تدارک او معرفي کول.

ت:  د کلنیکي کار څخه مخکې  د نارغ د لا خونديتوب، درسي او مسلکي کیفیت د لوړولو په موخه د غاښونو په تشابهي مودلونو باندې د محصلینو مسلکي او عملي روزنه.

ج: د اساسي او مسلکي عملیو د پرمخ بیولو لپاره د اساسي وسایلو تدارک او معرفي.

د: د محصلینو لپاره په تدریسي کلنیک کې د نوې تکنالوژۍ معرفي او پلي کول، د هغوي له لارې د هیواد په طبي نظام کې.

م: د غاښونو په  کلنیک کې د ناروغانو د درملنې پرمهال او په ټولیزه توګه په ټولنه کې د ناروغانو د بیړني یا ایمرجنسي حالاتو تدریس او کنټرول.

ن: د ټولنې د اخلاقي کچې او په ځانګړې توګه د افغانستان د مستحقو او په عمومي توګه د نړي د خلکو لپاره د طبي خدمتونو د کیفیت د لوړولو په موخه، د ایماندارۍ، اخلاص او هیواد پالنې د روحیې سره د محصلینو روزنه.

عمومي پیژندنه:

د نعمان سادات د لوړو زدکړو موسسې د ستوماتوژۍ پوهنځی د شپږو کلونو په موده کې د۱۲ سمستره په ترڅ کې په نظري او عملي بڼه  خپل فعالیت ته ادامه ورکوي. د یاد پوهنځی محصلین د خپلو درسونو په پای کې ۱۸ ام پاس یا ماسترۍ سند ترلاسه کوي.

د یاد پوهنځي درسي توکي او مفردات د ملي او نړیوالو معیارنو سره برابر دي او هر درې کاله وروسته در اړتیا په صورت کې تر بیا کتنې لاندې نیول کیږي.

 

د نعمان سادات د لوړو زدکړو موسسې د ستوماتولوژۍ پوهنځید یادې موسسې د مشرانو او بنسټګړو تر لارښونې لاندې په ځوانانو ډیر اعتماد کوي او د دې پوهنځي ۹۵ سلنه ښوونکي او اداري کارکونکي ځوانان دي. دا ځوان کدرونه د عصري او نوې تکنالوژۍ ، تازه معلوماتو او معتبرو علمي سرچینوپه کارولو سره درنو محصلینو ته د غوره تدریس او زدکړو د وړاندې کولو په موخه شپه او ورځ نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کوي.

 

 په عصري تکنالوژۍ سمبال ټولګي، هوسا او آرامه  درسي چاپیریال، په نویو او عصري معلوماتو سمبال ښوونکي، د عملي چارو لابراتوارونه، د غاښونو لومړنی او پرمختللی تشابهي لاراتوار او غاښونو مجهز تدریسي کلنیک او ژمن او زیارکښ اداري کارکونکي د یاد پوهنځي د آسانتیاوو له ډلې څخه دي. د نوموړي پونځي ښوونکي دکتورا(PHD)، ماسترۍ او لیسانس ترکچې پورې زدکړې لري.   

 

(د نوموړي پوهنځي ښوونکي دکتورا(PHD)، ماسترۍ او لیسانس کچې پورې زدکړې کړې دي. )

پراختیايي پلانونه

په کادري روغتونونو کې د تخصصي پروګرامونو پیل او  د پاکستان، ایران، جرمني هیوادونو په همکارۍ د PHD پروګرامونو پیل او په یاده موسسه کې د څیړنیز مرکز جوړول د نوموړې موسسې له پراخیتایي پروګرامونو له ډلې څخه دي.

پــتـــــه

دسرسیزی حلور لاری کابل

دلریکی شمیره : 0730709409 - 0775458169

info@noman-sadat.edu.af