ننوتل ثبتول

Login to your account

Username *
Password *
Remember Me

Create an account

Fields marked with an asterisk (*) are required.
Name *
Username *
Password *
Verify password *
Email *
Verify email *

د فارمسۍ پوهنځی

د فارمسۍ پوهنځی د علمي او مسلکي کدرونو د روزنې په موخه د لاندې موخو د ترلاسه کولو لپاره تاسیس شوی دی: الف. د عصري، علمي او تخنیکي تګلارو پر بنسټ د درملو په اداره، تورید، تولید، ویشلو او کنټرول کې فعاله ونډه اخیستل ب. د درملو عملي تدارک او عرضه، فارمسي پاملرنه، د درملو معلوماتي او قانون جوړونې سیستم چې د دولتي درملتونونو، روغتونونو او ښاري فارمسي د فني او مسلکي چارو پرمخ بیول د. د کلینکي بیولوژیکي معایناتو ترسره کول او د لابراتواری تحلیلي معایناتو په تفسیر کې له طبیبانو سره مرسته کول. د خوراکي او آرایشي توکو د تجزیې په لابرتوارونو کې د خوراکي محصولاتو او آرایشي توکو کیفي تحلیل او تجزیه د افغانستان د طبي بوټو په تړاو څیړنې او مطالعې او د هیواد د بوټو څخه د سمې ګټې اخیستنې غوره لارې چارې او په پایله کې د یادو محصولاتو د خرڅلاو له لارې د ملي اقتصاد پیاوړتیا.

 

د څلورو کلونو په موده کې د نعمان سادات د لوړو زدکړو موسسې د فارمسي پونځي پیژندنه.  یاد پوهنځی د اتو سمسترونو په ترڅ کې د نظري او عملي درسونو په بڼه خپل فعالیت ته ادامه ورکوي. د یادې موسسې محصلین په بریالۍ توګه د زدکړو په پای ته رسولو سره، د ­۱۶­ام پاس یا مسلکي لیسانس سند ترلاسه کوي. د یادې موسسې درسي توکي په ملي او نړیوال معیارنو برابر دي او هر درې کاله وروسته تجدید کیږي او د اړتیا په صورت کې منځپانګه او موضوګانې یې تر بیا کتنې لاندې نیول کیږي. د نعمان سادات د لوړو زدکړو موسسې د فارمسي پوهنځی د یادې موسسې د مشرانو او بنسټګرو تر لارښونې لاندې په ځوانانو ډیر اعتماد کوي او د دې پوهنځي ۹۵ سلنه ښوونکي او اداري کارکونکي ځوانان دي. دا ځوان کدرونه د عصري او نوې تکنالوژۍ ، تازه معلوماتو او معتبرو علمي سرچینوپه کارولو سره درنو محصلینو ته د غوره تدریس او زدکړو د وړاندې کولو په موخه شپه او ورځ نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کوي.  په عصري تکنالوژۍ سمبال ټولګي، هوسا او آرامه  درسي چاپیریال، په نویو او عصري معلوماتو سمبال ښوونکي، د عملي چارو لابراتوارونه، مجهز تدریسي درملتون، مجهز کادري روغتون او ژمن او زیارکښ اداري کارکونکي د یاد پوهنځي د آسانتیاوو له ډلې څخه دي. د نوموړي پونځي ښوونکي دکتورا(PHD)، ماستري او لیسانس ترکچې پورې زدکړې لري.

 

د pharm D پروګرام د پلي کولو پراختیايي پلانونه پنځه کاله او لس سمستره دي. د فرانسې، هندوستان او ایران هیوادونو په مرسته د ماسترۍ پروګرام پیل،  د محصلینو د عملي کار لپاره درملو د تشابهي شرکت جوړونه  په لومړي ځل د افغانستان او سیمې په کچه، د فرانسې، هندوستان او ایران هیوادونو په مرسته  د محصلینو د تحصیلي کچې او ښوونکو د تجربو لوړول، دافغانستان په کچه د درملو د څیړنیز مرکز جوړول او د څیړنیزو پروژو پلي کول.

پــتـــــه

دسرسیزی حلور لاری کابل

دلریکی شمیره : 0730709409 - 0775458169

info@noman-sadat.edu.af