ننوتل ثبتول

Login to your account

Username *
Password *
Remember Me

Create an account

Fields marked with an asterisk (*) are required.
Name *
Username *
Password *
Verify password *
Email *
Verify email *

د نوم لیکنې لړۍ

د نعمان سادات د لوړو زدکړو موسسه د لوړو زدکړو د نورو خصوصي موسسو ترڅنګ په اکاډمیک بازار کې د ستوماتولوژۍ( د غاښونو طب) او فارمسۍ پوهنځیو کې د علمي، مسلکي او عملي روزنیزو خدمتونو وړاندې کولو ته پوره ژمنه ده، موږ د خپلو ټولو شته امکاناتو او آسانتیاوو سره د هیواد د بچیانو په چوپړ کې یو. 

د یاد اکاډمیک بنسټ له ځانګړنو څخه یوه ‏د ستوماتولوژۍ محصلینو د عملي کار لپاره د غاښونو تشابهي لابراتوار او تدریسي کلینیک دی چې بیلابیلې برخې لري. همداراز، د نوموړې موسسې په اډانه کې د فارمسۍ رشتې محصلینو د ښې روزنې په موخه تدریسي درملتون او لابراتوا شتون لري چې محصلین د  خپلو نظري درسونو ترڅنګ مسلکي وړتیاوې او مهارتونه زدکړي او د فارغیدو سره سم په روغتونونو او درملتونو کې په کار پیل وکړي.

 درنو هیوادوالو! لومړی د خپلې خوښې وړ رشتې په باب خپل ټول معلومات په هراړخیزه توګه بشپړ کړئ، ځکه چې تاسې د خپلې خوښې وړ رشتې په ټاکلو کې په بشيړه توګه آزاد یاست.

 د یو کال ستاژ سربیره، د فارمسۍ پوهنځي روزنیز پروګرامونه ۸ درسي سمستر او د ستوماتولوژۍ پوهنځي ۱۰ درسي سمستره لري. د تحصیلې دورې په پاي کې د فارمسي پوهنځي فارغان د لیسانس او د ستوماتولوژي رشتې فارغان د ستوماتولوژۍ (MD) سند ترلاسه کوي.

د نعمان سادات لوړو زدکړو موسسې د کانکور په آزموینې کې د ګډون پروسه سخت ګیرانه، جدي او رقابتي ده او د ځانګړي انظباط پرمټ اخیستل کیږي.

د یاد بنسټ د کانکور آزموینې پوښتنې د بیلابیلو دیپارټمنټونو د ښوونکو په غړیتوب  د آزموینو د کمیټې تر مشرۍ لاندې چمتو کیږي او درې کسیز هیئت له خوا مهر او لاک کیږي او د لوړو زدکړو وزارت د ټاکل شوي پلاوې او د محصلینو د استازو له لوري د آزموینې پرمهال خلاص او کارول کیږي.

د یاد بنسټ د کانکور آزموینې پایلې پرته له ځنډ څخه اعلانیږي او د نوي سمستر لپاره د نوم لیکنې لړۍ پیلیږي.

په آزموینه کې د ګډون لپارهتاسې کولای شئ لومړی د غوښتنلیک د نعمان سادات د لوړو زدکړو موسسې له ویبپاڼې او یا هم د سرسبزۍ څلورلارې ته څیرمه د دې موسسې د معلوماتو له دفتر څخه ترلاسه او پوښتنې یې په دقیقه او کره توګه ځواب شي.

 

 

 

د غوښتنلیک پوښتنې لاندې موارد تر پوښښ لاندې نیسي:

 

  • شخصي معلومات
  • روزنیزه مخینه- تحصیلي
  • د خوښې وړ پونځی
  • درسي ټایم

د غوښتنلیکد تسلیمۍ وروسته، د محصلانو مدیریت ټول خانه پوري شوي موارد په هراړخیزه توګه چک او ارزوي او وروسته د کانکور د آزموینې نیټې- د کانکور آزموینې پایلې او د درسونو د پیل نیټې په اړه د ټلیفوني اړیکې له لارې درنو محصلینو ته  خبر ورکول کیږي.

پــتـــــه

دسرسیزی حلور لاری کابل

دلریکی شمیره : 0730709409 - 0775458169

info@noman-sadat.edu.af